باميان کې ۸ فيصده ماشومان ښوونځيو ته لاسرسى نه لري

د باميان د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې په دې ولايت کې ۸ فيصده ماشومان ښوونځيو ته لاسرسى نه لري.

دوى ښوونځيو ته د ماشومانو د نه لاسرسي عمده علتونه بېوزلي، بېکاري، له ښوونځيو څخه د کليو لرې والي او د باميان ولايت غرنيوالي يادوي.

د باميان د پوهنې رئيس محمد رضا ادا وويل، هغه ماشومان، چې ښوونځيو ته لاسرسی نه لری، له اوو تر نهو کلونو عمرونه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲ کلونو کې د باميان ولايت ۱۲ فيصده ماشومانو ښوونځيو ته لاسرسی نه درلود، خو په دې وروستيو کې د پوهنې رياست، ښوونکو او قومي مشرانو په هڅو دا شمېر ۸ فيصدو ته راټيټ شوی دی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *