د يمن په عدن ښار کي ۴۸ کسان وژل شوي او ۱۸۰ نورټپيان دي

ددي ښار د نيولو لپاره د حوثيانو او منصور هادي د پلويانو ترمنځ سخته جگړه روانه ده

له څو ورځو راهیسې د عدن ښار د نیولو لپاره د حوثیانو اومنصور هادي د پلویانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده او د تیرې ورځې په نښتوکې اته څلویښت کسان وژل شوي او یو سل اتیا نور ټپیان دي چې ډيری یي ملکي کسان دي.

له دې هیواد څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې په دې نښته کې چې د دارسعد په سمیه کې رامنځ ته شوې له کبله یي یو سل اتیا نور کسان هم ټپیان شوي دي

په عدن ښار کې نښته په داسې حال کې روانه ده چې د منصور هادي پلویانو په ډې ښار کې د حوثیانو له شاتګه خبر ور کړی دی د عربستان په مشری ایتلاف د منصور هادي په پلویتوب بریدونه روان ساتلي او د حوثیانو مورچلې یي یي تر بریدونو لاندې راوستلې. د ریپوټونو له مې د تعز په ښارکې هم د نښتو پر مهال له دواړو خواوو څخه نږدې دیرش کسان وژل شوي دي . په یمن کې له څلورو میاشتو راهیسې جګړه روانه ده او دملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په دې هیواد کې به د جګړې په دوام سره انساني ناورین رامنځ ته شي او د نښتو په لړ کې مرستندویه ډلې نشي کولای اړو کسانو ته خپلې مرستې ورسوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *