افغانستان او امریکا د داعش پر وړاندې د ایتلاف مشري کوي

ولسمشر محمد اشرف غني او د امريکا ستر درستيز په افغانستان کي د داعش پر وړاندې د يوه ايتلاف د رامنځ ته کيدو په هکله خبري کړې دي

دا ليدنه تيره ورځ د ولسمشری په ماڼۍ کې تر سره شوي او ددي ايتلاف مشري به د افغانستان او امريکا پر غاړه وي

جنرال مارټین ډمپسې چې تیره ورځ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رارسیدلی په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یې له ښآغلي غني سره لیدلي دي.

د امریکا دفاع وزارت له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دواړو خواوو په افغانستان کې د ترهګرۍ، په ځانګړې توګه د داعش پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی دی.

ولسمشری مانۍ له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې هم ویل شوي دواړو خواوو د افغانستان او امریکا د اړکیو، په ځانګړې توګه په هیواد کې د امنیت د ټینګښت په هکله خبرې کړې دي.

افغان ولسمشر او د امریکا ستر درستیز د خپلو خبرو په لړ کې ترهګري د هیواد، سیمې او نړۍ پر وړاندې لوی ګواښ ښودلی ویلي یي دي دا ښکارنده نړۍ ګواښي.

اوس مهال په هیواد کې لس زره امریکايي سرتیري د پریکړنده ملاتړ په کړۍ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په مرسته بوخت دي. په دې وروستیو کې د دولت وسله والو مخالفینو د هیواد په بیلا بیلو برخو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په هیواد کې یي د ناامنۍ لمن پراخه او هیواد وال یي له اندیښنو سره مخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغان حکومت هم له وسله والو مخالفینو سره د پخلایني اړخ خپل کړی او لس ورځې وړاندې له څوارلسو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د طالبانو، حقاني شبکې او افغان حکومت استازو په اسلام آباد کې سره لیدلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *