دسمون کميسيون مرستيال ويلي: د ټاکنو کميسيونونو چارواکي وايي، دوي تر ټاکلې نيټې ځوک له دندو نشي گوښه کولی خو ددوی د ادعاوو پر خلاف قانوني لارې هم شتون لري

د ټاکنو اړوند کمیسیونونو غړي وایي، د قانون له مخې ددوی د ګوښه کولو حق څوک نلري. دوی د ټاکنو اړوندقانون په هکله وایي ولسي جرګه هم د خپل کار په وروستي کال کې د ټاکنو په قانون کې د بدلون راوستلو واک نلري د ټاکنو سمون کمييسيون ويلي، د ټاکنو په کميسيونونو کې د قانون له مخې سمون راولي او دوی قانوني لاري خپلې کرې دي

ترڅو ددې سمون له مخې د ټاکنو اړوند کمیسیونونو غړي له دندې ګوښه شي.

خو د ټاکنو سمون کمیسیون په دې وروستیو کې ویلي، د ټاکنو اړوند کمیسیونونو کې د سمون راوستلو لپاره قانوني لارې خپلې کړې دي.

ددې کمیسیون مرستیال ویلي کیدای شي د ټاکنو اړوند کمیسیونونو ځینې غړي خپلې دندې له لاسه ورکړي. د ولسمشر تقنیني فرمان ددوی د ګوښه کولو لپاره یوه قانوني لاره ګڼل کیږي او دا فرمان هغه مهال صادریدای شي چې ولسي جرګه د وړي په رخصتیو لاړه شي. د ټاکنو سمون کمیسیون ویلي چې ولسمشری ماڼۍ ته به ځینې وړاندیزونه وکړي او ولسمشر به په دې تړاو یو فرمان صادر کړي.

یوې نړیوالې رسنی د دې کمیسیون د مرستیال له خولې ویلي، که چیرې د ټاکنو جوړښت بدلون ونکړي او په دواړو کمیسیونونو کې ځینې کسان له دندو ګوښه نشي راتلونکې ټاکنې به هم ټولو ته او اعتبار وړ نه وي. د تیر کال په ټاکنو کې پراخ فساد او درغلی سره د دواړو اړوندو کمیسیونونو غړي وایي دوی خپله دنده په ښه توګه تر سره کړې او باید دې دندې ته تر شپږو کلونو دوام ورکړي تر کومې نیټې چې اساسي قانون ددوی لپاره ټاکلې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *