انګلستان د دا عش پروړاندې له امریکا سره ملګری دی
انګلستان د دا عش پروړاندې له امریکا سره ملګری دی
د انګلستان لومړي وزیر ډیویډ کامرون ویلي، دوی به د داعش په له منځه وړلو کې له امریکا سره ملګري ووسي. ده ویلي، دی د داعش پر وړاندې د کوټلو ګامونو پورته کولو غوښتونکی دی خو د پارلمان هوکړې ته اړتیال لري.
دوه کاله مخکې د بریتانیا پارلمان په سوریه کې له جګړې سره مخالفت ښودلی وو. همدارنګه ټاکل شوې سبا ته ډیویډ کامرون په یوه وینا کې خپلو هغه ځوانانو ته خبرداری ورکړي کوم چې غواړي له داعش سره یوځای شي. له دې سره کامرون به له بنسټپالی سره د مبارزې تګلاره هم اعلان کړي.