ميدان وردګو کې د حقاني شبکې لس وسله وال وژل شوي
ميدان وردګو کې د حقاني شبکې لس وسله وال وژل شوي
د کابل – باميانو پرلويه لاره د چارکه په سيمه کې د حقاني شبکې پرغړو هوايي بريد شوی، چې په ترڅ کې يې لس تنه وژل شوي دي.
دغه هوايي بريد تېره شپه يوه بجه د جلرېز ولسوالۍ د چارکه په سيمه کې شوى و.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه شوی او په ترڅ کې يې د يوه قومندان په ګډون لس وسله وال وژل شوي دي.د نوموړي په وينا، دغو وسله والو د جلرېز په پېښه کې هم لاس لاره او د یادې پېښې سازماندهي يې کوله.
د يوبل خبر له مخې د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، نن سهار د غزني – کابل په لويه لاره د سيد اباد ولسوالۍ په شيرازي بابا سيمه کې پر يوه ۳۰۳ ډوله موټر چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې يواځې موټر چلوونکی ټپي شوی دی.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.