ملګرو ملتونو په یمن کې د اوربند غوښتنه کړې ده

ملگرو ملتونو يو ځل بيا په يمن کي له ښکيلو خواوو د اوربند او اړو کسانو ته د مرستي رسوني ته د لاري هوارولو غوشتنه کړې ده

د ملگروملتونو د مرستو همغږي کونکي ويلي يمنيان په ريښتيني توگه له انساني ناورين سره مخ دي

پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف د هوایي بریدونو او په دې هیواد کې د جګړې په ډيرښت سره ملګرو ملتونو له ښکیلو خواوو غوښتي ترځو اوربند پلی کړي ترڅو په دې سره بیلا بیلو برخو کې اړو کسانو ته د مرستې رسونې لاره هواره شي. د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کونکي ویلي: جګړه او ناامني ددې لامل شوې ترڅو په ریښتینې توګه یمنیان له انساني کړکچی سره مخ شي ده له ټولو ښکلیو خواوو غوښتي ټرحو د یمن په هکله د ملګرو ملتونو له لوري اعلا شوی اوربند پلی کړي.

جولين هرنيس/ هماهنگ کننده کمک هاي بشري براي يمن

” د یمن نفوس نږدې پنځه ویشت میلیونه دی له دوی څخه یو ویشت میلیونه یی بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لري دوی اوبو درملو خوړو او نور توکیو ته تر ډیره اړ دي مونږ د جګړو له امله په ریښتینې توګه له انسانی ناورین سره مخ یو “

” مونږ ښکلیو خواو ته څو پیامونه لرو له دوی څخه غواړو ترڅو دملګرو ملتونو د لوی منشي په غوښتنه اوربند د بشري حقون له مخې پلی ک ړي که چیرې دوی جګړې ته دوام ورکړي د خلو ستونزې به له دی هم ډيرې شي”

له دی سره جولین هرنیس اندیښنه ښودلې چې مرسته کونکي بنسټونه په یمن کې د واکسین پلان د پلي کولو وړتیا نلري. د ریپوټونو له مخې په دې وروستیو کې د حوثیانو او منصور هادي د پلویانو ترمنځ نښتې په عدن تعز او مآرب ولایتونو کې ډيرې شوې

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *