په دغو عملیاتو کې ۵۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او ۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د میدان وردګو او لوګر ولایتونو امنیتي چارواکي وايي، چې د کابل او بامیانو لویه لاره یې د وسله والو طالبانو څخه پاکې کړې دي.

د لوګر او میدان وردګو ولایتونو د ملي اردو څلورمې پلې لوا قومندان برید جنرال عبدالرازق ساپي په میدان وردګو کې یوې خبري ناستې ته وویل، د جلریز ولسوالۍ او کابل بامیانو لویه لاره یې طالبانو له شتون نه پاکه کړه.

رازق وویل، چې په دغو عملیاتو کې ۵۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او ۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاته کړه، چې په دغو عملیاتو کې د ملي اردو ۲ سرتېري هم وژل شوي دي.

که څه هم وسله والو طالبانو تر دې مهال د شویو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

بل لور ته د میدان وردګو والي حیات الله حیات خبرې ناستي ته وویل، د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري ټاکل شوي پلاوي هم د جلریز ولسوالۍ په اړه خپله څېړنه بشپړه کړي ده.

حیات وایې، چې د ټاکل شوي پلاوي موندنې ښیي، چې په جلریز ولسوالۍ کې رامنځته شوي پېښې لامل د امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي او په سیمه کې ګمارل شوي سیمه ییز پولیس د جلریز نه بلکې د بامیانو اوسېدونکي او د خلکو ملاتړ یې نه لرلو.

د میدان وردګو والي زیاته کړه، د جلریز پېښې په اړه ټاکل شوي پلاوي ټول معلومات راټول کړي دي او ډېر ژر به یې ولسمشر ته وړاندې کړي.

د میدان وردګو امنیه قومندان خلیل الله انداربي وویل، چې په جلریز ولسوالۍ کې له ۳۰۰ ډېر دعامه نظم سرتېري او امنیتي پوستي یې ځای پرځای کړي دي.

انداربي زیاته کړه، چې اوس مهال په جلریز ولسوالۍ کې هیڅ راز امنیتي ستونزه نه لیدل کیږي.

وروسته له هغې چې په جلریز کې شاوخوا ۳۰ سیمه ییز پولیس د طالبانو له خوا ووژل شول او په دغه برخه کې د ولایتي او مرکزي حکومت د چارواکو د ناغیړیو خبرونه په رسنیو کې خپاره شول، ولسمشر د دغې پېښې د لاملونو د روښانولو په موخه یو پلاوی وګوماره.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *