پخواني او اوسني ولسمشرانو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې سره ليدلي او له پاکستان سره يي د امينتي تړون په هکله خبرې کړې دي

ولسمشري ماڼۍ په دي هکله له څه ويلو ډډه کړې ده

دا ليدنه تيره شپه په داسي حال کي تر سره شوي چي په دي وروستيو کي د حکومتي مشرانو ترمنځ اختلافات خپلي وروستۍ کچي ته رسيدلي. په ګاردین ورځپاڼه کې د اوسني حکومت د نسکورولو په پّ هکله دپخواني ولسمشر حامد کرزي د هڅو په تړاو له خپرې شوې سرلیکنې وروسته، اجرایي ریاست په دې هکله کلک غبرګون ښودلی او دحامد کرزي پر حکومت یي تور پورې کړ چې افغانستان یي له طلایي چانس سره د تورې تیارې په خوب اړولی دی. ښاغلي عبدالله ویلي: تیر حکومت تشه خزانه فساد غلط او بې لارې کونکي سیاستونه پر ځای پریښې دي.

ویل شوي چې د تیرې شپې د لیدنې اصلي موخه چې د پخواني او اوسني ولسمشرانو تر منځ تر سره شوې له پآکستان سره پر ا مینتي تړون خبرې وه. د مالوماتو له مخې ښآغلي کرزي ولسمشر ته ویلي له دې سره چې نغواړي په راتلونکې کې بیا ولسمشر شي خو که چیرې افغان حکومت په دریو برخو کې له تیروتنې کار واخلي دده له جدي غبرګون سره به مخ شي. دوی دا درې موضع خپلواکي، ملي یوالی او د دیورند کرښه یادې کړې.

ویل کیږي چې ښآغلی کرزی له پاکستان سره استخباراتي تړون د هیواد د خپلواکی لپاره له ګواښه ډک بولي. له دې سره ویل شوي چې د تیرې شپې له ناستې وروسته د ښاغلي غني او کرزي ترمنځ اړیکې لږ او څه نرمې شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *