د طالبانو له لوري د لغمان تش په نامه والي وژل شوی
د طالبانو له لوري د لغمان تش په نامه والي وژل شوی. بله خوا د کورنيو چارو وزارت په هلمند ولايت کي د دوه طالبانو او دوه سوه پنځه ويشتو کليو گرامه نشه يي توکيو له نيولو خبر ورکړی دی
د ملي امنیت لوی ریاست ویاند حسیب صدیقي ویلي: د لغمان ولایت لپاره د طالبانو له لوري تش په نامه والي امین کوچی له خپلو دولسو ملګرو سره ددوی په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوی دی دوی ویلي دا عملیات د ننګرهار اچین او پکتیکا غني خیلو ولسوالیو ترمنځ تر سره شوي. ښاغلي صدیقي ویلي امین جان کوچي د هیواد په ختیځ کې پرپوځي او ملکي کسانو ډيریو بریدونو کې لاس درلود او په ختیځ کې د هیوادوالو لپاره په لوی ګواښ اوښتې وو چې دده له منځه وړل د ملي امنیت د ریاست له لومړیتوبونو څخه ټاکل شوې وو.
په ورته حال کې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معنیت ویلي په هلمند ولایت کې دوه طالبانو په داسې حال کې نیولي چې د دوه سوه پنځه ویشتو کیلو ګرامه نشه یي توکیو په قاچاق بوخت وو. دوی ویلي دا دوه کسان د ګرمسیر ولسوالی د سفاک په سیمه کې نیول شوي دي . د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معنیت ویلي: مامورینو ددوی د نیولو لپاره په پوخي کمینه ګټه پورته کړې او له دوی څخه په لوړه کچه وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي دي. له دې وزارت څخه د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې دا دوه کسان عدلې او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.