وردګو کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ په نښته کې ۸ تنه وژل شوي

په سیمه کې اوس هم لسګونه کوچیانو او هزاره ګانو وسلې اخیستي او هره شېبه د نښتې د پيلېدو وېره موجوده ده

د میدان وردګو په بهسودو او دایمیر داد ولسوالیو کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ اوربند مات شوی او له امله یې دواړو خواوو ته ۸ تنه وژل شوي دي.

د افغان ولسمشر اشرف غني له لوري ټاکل شوی پلاوی وایې، چې له تېرې ورځې راهیسې په بهسودو ولسوالۍ کې د هزارو او کوچیانو ترمنځ نښته روانه ده.

د دغه پلاوي یوه غړي او د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي حضرت محمد جانان سلام وطندار ته وویل، چې تر دې مهاله په نښته کې ۴ کوچیان او ۴ هزاره ګان وژل شوي دي او دواړو خواوو ته یو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.

نوموړي وویل، چې په سیمه کې اوس هم لسګونه کوچیانو او هزاره ګانو وسلې اخیستي او هره شېبه د نښتې د پيلېدو وېره موجوده ده.

دا په داسې حال کې ده، چې اونۍ وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د میدان وردګو په ولایت کې د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړي د هواري لپار د حاجې دین محمد په مشري یو پلاوي وټکل شو، چې تراوسه پورې کومې پایلي ته نه دي رسېدلي.

د کمېسیون د جوړېدو یوه میاشت پوره کېږي، خو تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه لیدل کېږي

ولسمشر غني د روان زېږديز کال د (می) په میاشت کې د حاجي دین محمد پر مشرۍ د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړو د حل لپاره یو کمېسیون جوړ کړ.

افغان ولسمشر دغه کمېسیون ته د یو فرمان په ترڅ کې ویلي وو، چې کمېسیون موظف دی، چې د ۳ میاشتو په موده کې د کوچیانو د ملکیت اسناد وڅېړي، په ټولو سیمو او ولایتونو کې د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړې وړ املاک تثبیت او د کوچیانو د اسنادو د تایید او د هغوی د ملکیتونو د تثبیت په صورت کې دې؛ د کوچیانو د ځمکوالۍ لپاره د حل لاره وړاندې کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د دغه کمېسیون رییس او غړو ته لارښوونه کړې وه، چې د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړې وړ اساسي ستونزې په دقیقه او هر اړخیزه توګه وڅېړي او د بنیادي حل لارې لپاره خپل ځانګړي وړاندیزونه ولسمشریزې ماڼۍ ته وړاندې کړي.

د یادونې ده، چې د کمېسیون د جوړېدو یوه میاشت پوره کېږي، خو تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه لیدل کېږي.

په میدان وردګو ولایت کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ د ځمکې او څړځایونو پر سر دغه شخړې شاوخوا ۱۲ کلنه مخینه لري، چې وخت ناوخت په کې د نښتو له امله دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *