ولسي جرگي د جلريز پيښي د قومي کيدو په هکله انديښنه ښودلې ده. دوی ويلي، د لسو ورځو په تيريدو سره په دې دوسيه کي هيځ ډول پرمختگ نه دی شوی او ځينې کسان غواړي دې ته قومي رنگ ورکړي. د بدخشان ولايت استازي د خپل ولايت پر امنيت خواشيني ښکاريدل. دوی ويلي: حکومت په ځينو سيمو کي ځانگړو وسله والو ډلو ته وسله ورکوي. له دي سره د ولسي جرگي په نني غونده کې په کابل کې پر يوه دري کلن ماشوم دجنسي تيري او په بي رحمي سره يي پر وژنې بحث وشو.

د ولسي جرګې ننۍ غوڼده له نیوکو او اندیښنو ډکه وه. په دې غونډه کې د جلریز له پیښې نیولې بیا د بدخشان تر ناامنۍ او په پلازمینه کې تر جنایته خبرې وشوې. یو شمیر استازو ویلي، یو شمیر پټ لاسونه نغواړي د   جلریز ولسوالی پيښه بربنډه شي.

یو شمیر استازو د جلریز ولسوالی د وژل شویو سیمه ایزو پولیسو په هکله څرګندونې له ریښتینولیه لرې وښودې وویل: د هغه سیمه ایزو پولیسو کړنې چې په جلریز کې قرباني شوي ددې دول کړنو ښکارندویي نکوي.

د جلریز ولسوالی له پیښې ژغورل شویو سرتیرو هم نن په کابل کې یوې ناستې ته وویل: ناوړه ګټه ا خستونکو جعلي حسابونه پرانستلي دي او د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې په نامه خپل جیبونه ډکوي. دوی ویلي: مرسته کونکي په نیغه توګه د جلریز د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړي. دوی زیاته کړې له ولسمشر سره یې لیدنه بې ګتې وه.

د جلریز پیښې ترځنګ، د بدخشان امنیت هم نن د ولسی جرګې له بحثونو څخه شمیرل کیده. بدخشانیانو وویل: حکومت ځانګړو کسانو ته وسلې و رکوي چې دا به په خپله په بدخشان ولایت کې د خونړیو نښتو لامل شي.

د بدخشان ولایت د استازو ددې اندیښنو په خواب کې وویل شول که چیرې په دې هکله اسناد تر لاسه شي په جدي توګه به وځیړل شي.

په پلازمینه کې امینتی او جنایي ستونزې بله برخه وه چې د ولسي جرګې د اندیښنې وړ ګرځیدلې وه له دې څخه زړه بوګنونکي پیښه د کابل په اتمه حوزه کې پر یوه درې کلن ماشوم جنسي تیری دده د غاښونو او سترګو را ایستل او له شل متری څخه یي واورول وه

د ولسی جرګې ادارې پلاوې وویل: که چیرې په دې پیښه کې د کابل امنیې قومندانی او د حوزې آمر بیغورې کړې وې سزا به ورکړل شي.

د کابل په اتمه حوزه کې نا پيژنده کسانو پر یوه درې کلن ماشوم جنسی تیری کری او له وژل کیدو وروسته یي دده سترګې او غاښونه ایستلې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *