د يمن لپاره د ملگرو ملتونو استازي صنعا ته رسيدلي ترڅو له حوثيانو سره په روژه کي د اوربند په هکله خبري وکړي

د عربستان په مشری ايتلاف له دي اوربند سره هوکړه کړې خو په دي شرط چي حوثيان به د اوربند پر مهال د منصور هادي تر واک لاندي سيمو کي له پرمختگه ډډه کوي

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي اسمعیل ولد شیخ احمد څو ورځې وړاندې په عمان کې د حوثیانو له مشرانو سره لیدلي او له دوی سره یي د روژې میاشتې د پاتې دوه اونیو کې په اوربند خبرې کړي دي. د حوثیانو ډلې ویاند محمد عبدالسلام ویلي په دې لیدنه کې د آلمان او اروپایي ټولنې استازو هم ګډون کړی وو. د ملګرو ملتونو استازی اوس مهال صنعا ته تللی ترڅو له حوثیانوسره د اوربند په هکله خبرې وکړي.

د ریپوټونو له مخې د عربستان په مشری ایتلاف له دې اوربند سره هوکړه کړې خو په دې شرط چې حوثیان به د منصور هادي پلویانو تر واک لاندې په سیمه کې له پرمختګه ډډه کوي. د روژې په میاشت کې د اوربند په تړواو د ملګرو ملتونو د استازي هڅې په دساې حال کې دي چې د عربستان په مشری د ایتلاف هوایي بریدونه اوس هم دوام لري. تیره ورځ په دې ډول بریدونو کې نږدې دیرش کسان وژل شوي دي . د حوثیانو په واک کې د سبا خبري آژآنس ویلي: یمنیانو ددې بریدونو په غبرګون ګډې پولې ته نږدې او د نجران په ښار کې د سعودي عربستان پر پوځي مرکز او تانکونو د توغندیو بریدونه کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *