د اټومي پلان په هکله وروستی هوکړې ته د ايران او لويديځ هيوادونو نږدې کيدو اسرايل سخت انديښمند کړې دي

د دي رژيم لومړي وزير ويلي، په دي هوکړې سره به ایران اټومي وسلي ته لاس رسی پيدا کړي. بله خوا د امريکا بهرنيو چارو وزير ويلي، په دې خبرو کي پرمختگ شوی خو هغه هوکړه چي بايد شوې وی تر اوسه نه ده شوي

د اټومي پلان په هکله د ایران او پنځه جمع یو ډلې ترمنځ خبرو وروستۍ نیټې ته دوه ورځې پاتې دي او د وروستۍ هوکړې لاسلیک ته هیله مندی ډيرې شوې خو د اسرایلي رژيم سخته اندیښنه یي را پارولې ده. ددې رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یو ځل بیا داټومي پلان په هکله د هوکړې تر لاسه کیدو په تړاو اندیښنه ښودلې ده او له دې سره یي مخالفت کړی ویلي یي دي، دا هوکړه به ایران ته د اتومي وسلې تر لاسه کولو وخت په لاس ورکړي. خو ایران تل د اټومي وسلو د تر لاسه کولو هڅې رد کړې دي.

په همدي توګه د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کری ویلي: په دې وروستیو کې په خبرو کې ډير پرمختګ شوی خو دواړه خواوې هغه ځای ته چې رسیدلي وی نه دي رسیدلي.

“دا خبرې له څو کلونو راهیسې را روانې دي باید دا په ډاګه ووایم چې مونږ په خبرو کې پرمختګ کړی خو تراوسه هغه ځای ته نه یو رسیدلي کوم چې باید رسیدلی وی.”

جان کري زیاته کړې مونږ ډیره هڅه کوو ترڅو تر ټاکلې نیټې هوکړې ته سره ورسیږو د روانې اونۍ سه شنبه په ورځ د خبرو وروستۍ نیټه پای ته رسیږي. د فرانسې بهر نیو چارو وزیر او د اروپایي ټولنې دبهرني سیاست مشره وینا ته رسیدلي او ټاکل شوې د پنځو نورو هیوادونو بهرنیو چارو وزیران هم وینا ته سفر وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *