په کندهار کې ځانمرګي بريد ١٦ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کندهار ښار د لومړۍ امنيتي حوزي اړوند امام بارګا ته په ورڅيرمه عمومي څلور لاري پر پوليسو ځانمرګى بريد سوى دا بريد له اتلسم روژه ماتي څخه څو دقيقي وړاندي رامنځته سو او پر مهال ١٦ پوليسو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

په سيمه کې د بې وزلي وګړيو د سړک د غاړي ريړۍ(د خوراکي توکو ريړۍ) ولاړي دي او په منځ کې يې د پوليسو د ګرځنده تلاښۍ پر موټر دا بريد سوى دى.

د کندهار د امنيي قومندانۍ وياند ضيا درانى وايې چې په دي پېښه کې يو پوليس، يوه ميرمن او نارينه وژل سوي دي.

نوموړى وايې چې په پېښه کې دوه تنه پوليس او يولس تنه ملکي کسان ټپيان سوي دي چې وروسته له پېښي روغتون ته ليږدول سوي له بلي خوا په سيمه کې يوي امنيتي سرچيني وويل چې د پېښي موخه پوليس وه او دا يو په چوونکو توکو چارج سوي موټر سايکل چاودنه کړي ده.

تر اوسه کومي ډلي ددي پېښي پړه نه د منلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *