د سينا په ټاپو وزمه کې په پراخه کچه د ترهګرۍ بريدونو له امله ، د مصر دعربي جمهوريت د «اسلامي دولت» د «سينا امارت» پر وړاندې د هوائي بمباريو پريکړه کړی ده. تر دې مخکې د سينا په ټاپو وزمه کې د دولت ضد وسله والو پر وړاندې د هلیکوپټرو څخه استفاده اخستل کيدل.

د مصر عربي جموريت د F-16 جنګې الوتکو د څو ساعتونو په موده کې دسينا د«شيخ زويد» ښار په سيمه کې د«اسلامي دولت» پر سنګرونو بريدونه کړي دي. د مصر دپوځيانو دخبر سره سم، ددغو بمباريو په نتيجه کې لږ تر لږه ۹۰ ترهګر وژل شوي دي.

ددې ترڅنګ د «اپاچي » چورلکو هم په دغو عملياتو کې برخه اخستی ده. هغوي زغروال ګاډي ، چې ترهګرود جولای په لومړۍ نيټه نيولي او ددې ترڅنګ ددافع هوا دستګاوي له منځه وړي دي.

. د اسرائيلو اومصر ترمنځ د موافقي پر بنسټ په سينا کې د پوځي ځواک پياوړي کول بايد داسرائيلوپه اجازه تر سره شي. بيت المقد س وائي چې د قاهري غوښتنی به پوره کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *