د ودرګو ولایت د جلریز ولسوالی ته تازه دمي سرتیري

دولتي چارواکي وايي په زرګونه کورنیو او بهرنیو وسله والو د وردګوولایت جلریز پر ولسوالی برید کړی او اوس مهال مرستندویه ځواکونه سیمې ته رسیدلي او وسله والو د تعرضي برید وړتیا له لاسه ورکړې ده. دوی زیاته کړې وسله والو طالبانو تراوسه د امنیتي سرتیرو لس پوستې نیولې دي.

د ميدان وردګ ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي رسنيو ته ويلی چې طالبانو نن سهار وختي د جلرېز ولسوالۍ اړوند د کابل ـباميانو د لويې لارې پر پوستو بريدونه وکړل.

خوږياڼي تر دې دمه په نښته کې د دوه تنو اربکيانو د وژل کېدو او دوو نور د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

هغه ويلي چې په جګړه کې مخالفينو ته هم تلفات اوښتي، خو نور جزئيات يې ور نه کړل.

د والي وياند وايي سيمې ته مرستندويه ځواکونه رسېدلي دي او ډېر ژر به وسله وال په شا وتمبول شي.

خو د همدې ولايت يوې بلې سرچينې رسنيو ته ويلي چې جګړه تر دې دمه روانه ده او وسله والو تر اوسه ۶ امنيتي پوستې او ۳ تنه اربکيان ژوندي نيولي دي.

يادې سرچينې زياته کړه، د جګړې له پيل کېدو سره سم والي او نورو نظامي مسؤولينو په پر له پسې ډول له مرکز سره اړيکه ټينګه کړه او د هوايي همکارۍ غوښتنه يې وکړه، خو تر اوسه هيڅ نه دي شوي.

د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخستې ده او د يوې خبرپاڼې له لارې يې ويلي چې د ۷ پوستو په نيولو يې ۳۱ تنو عسکرو او پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب وياند ليکلي دي چې جلرېز ته پر راتلونکي مرستندويه ځواکونو يې هم په لاره کې په کوټه عشرو سيمه کې بريدونه وکړل چې ۳ ټانکونه او ۲ رېنجرې يې ترې ويجاړ کړل او ۹ تنو عسکرو ته يې مرګ ژوبله واوښته.

نوموړي په جګړه کې د خپل يو ملګري د مرګ او دوو نور د ټپي کېدو پخلی هم کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *