د هند بمبي ښار د Churchgate په ريل تم ځای کې ويرونکې پيښه رامنځته شوي ده. داورګاډې چلونکی پر ريل خپل کنترول له لاسه ورکړ او په تم ځای کې د ډبو سره يوځای داوسپني دپټلي څخه واوښت او چپه شو. شپږ تنه ژوبل شوي دي.

ددغه ټکر شوی ريل ګاډۍ ويډوئي انځورونه چې په انترنيټ کې خپاره شول، ښيئ چې څنګه اور ګاډي خپل سرعت نسوای کموالای ،او «ټوپونه » وهي او ناڅاپه پورته کيږي. خو له نيکمرغه په دغو واګونونو کې خلګ نه شته. واګونونه يا داورګاډې ډبي هوا ته پورته کيږي داسي فکر کيږي چې ترډبو لاندې بم چاودنه کړي وي. د ريل ګاډۍ مساپر چې له دې پيښي ډير ډاريدلي وو په بيړه له واګونونو څخه ووتل.

د اوسپني پر دغه لار داورګاډو حرکت د څو ساعتونو دپاره وځنډيدي. دپنځو کسانو څخه درې تنه روغتون ته ليږدول شوي دي. ويل کيږي چې دغه کسان هم دروغتون څخه په همدغه ورځ رخصت شوي دي.په دغه پیښه کې مساپرو ته سطحي زيان ور اوښتی دي.د اورګاډۍ چلوونکی وائي.

«ما دمړيني احساس وکړ» دامطلب دريل ګاډي چلوونکې څر ګند کړ. دی هم برسيرن خوږ شوی د ي. داچې ولې داپيښه رامنځته شوه او علت ئي څه وو، نه چلوونکې او نه هم داورګاډي مشر په دې اړه څه ويلي دې. خو داټول به وروسته د تحقيقاتو په لړکې څرګند شي. په هرحال داورګاډې چلوونکی او دريل د تم ځای مامور له دندې ګوښه شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *