اندونيزيا کې د پوځي الوتکې لوېدو ۵ کسان وژلي

چارواکي وايي د وژل شويو کسانو جسدونه يې د ويجاړې شوې الوتکې له ټوټو راوېستلي دي

چارواکي وايي د اندونيزيا په ميدن ښار کې پر استوګنيزې سيمې د يوې پوځي ترانسپورتي الوتکې د لوېدو له امله لږترلږه پنځه کسه وژل شوي دي.

د ځايي تلويزيوني چینلونو راپورونه ښيي، چې الوتکه په دوو کورونو او یوه موټر پرېوتې، او اور يې اخيستی دی.

يوه پوځي وياند بي بي سي ته ويلي الوتکه له پورته کېدو لږ وروسته لوېدلې او په الوتکه کې ۱۲ کسه عمله هم وه.

چارواکي وايي د وژل شويو کسانو جسدونه يې د ويجاړې شوې الوتکې له ټوټو راوېستلي دي.

د الوتکې د لوېدو په ځای کې چې لوګي او د اور لمبې ترې پورته کېدې د ژغورنې پراخ عمليات ترسره شوي دي.

د لوېدلې الوتکې شاوخوا ډېرې ودانۍ هم ويجاړې شوې دي.

خبريالان وايي دا په تېرو ۱۰ کلونو کې دویم ځل دی چې يوه الوتکه د مدان په شاوخوا کې راغورځي.

د ۲۰۰۵ کال په سپټمبر کې یوه بوينګ الوتکه له پورته کېدو لږ وروسته د اوسېدو له ګڼې ګوڼې په يوه ډکه سيمه کې راپرېوته.

خبريالان وايي دا په تېرو ۱۰ کلونو کې دویم ځل دی چې يوه الوتکه د مدان په شاوخوا کې راغورځي

په دغه پېښه کې پر ځمکه د ۳۰ کسانو په ګډون ۱۴۳ کسان ووژل شول.

په ۲۰۱۲ کال کې وروسته له هغه نهه کسه ووژل شول، چې د اندونيزیا د هوايي ځواک يوه الوتکه په پلازمېنه جکارتا کې پر يوه ودانۍ راولوېده.

او په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې د اندونیزيا يوه پوځي ترانسپورتي الوتکه چې ځواکونه او د هغوی کورنۍ يې لېږدولې د جاوا په ټاپو کې راوغورځېده، چې له امله یې ۹۸ کسان ووژل شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *