د يمن په پلازمينه کي د تيرې شپي په چاودنه کي ۵۰ کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. ددي چاودني پړه د داعش ډلې پر غاړه اخستی. بله خوا ملگرو ملتونو په عدن ښارکي ددي بنسټ پر مختيايي اداري د عربستان بريد غندلی او په دي برخه کي يي د ديرو مالوماتو ورکولو غوښتنه کړې ده

د رارسیدلو ریپوټونو له مخې، تیره شپه یوې زورورې چاودنې د یمن پلازمینه صنعا ولړزوله. د مالوماتو له مخې په یوه موټر کې ځای پر ځای شويو چاودیدونکو توکو ته د هغهې ودانې په مخ کې چاودنه ورکړل شوه کوم چې د حوثیانو یو شمیر مشران پکې میشت وو. په دې چاودنه کې دیرش کسان وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

د داعش وسله والې ډلې ددې برید مسولیت منلی ویلي یي دي دا برید یي د حوثیانو څخه د بدل اخستو په موخه تر سره کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *