د عراق لومړي وزير د پوځ ستر درستيز له دندني گوښه کړی

يو شمير عراقي چارواکيو ويلي: کيداي شي يو کرد ميشتی جنرال دده پر ځاي وټاکل شي. عراقي پوځ اوس مهال په خو جبهو کي له داعش سره په نښته بوخت دی

د رارسیدلو ریپوټونو له مخې، د عراق لومړي وزیر(حیدر عبادي) دډې هیواد د پوځ ستر درستیز (جنرال بابکر زیباري) له دندې ګوښه کړی دی. نومه وړی له یوې لسیزې راهیسې د پوځ د ستر درستیز په توګه دنده تر سره کړې ده. عبادي مخکې له دې هم یو شمیر جنرالان له خپلو دندو ګوښه کړې وو.

ویل کیږي چې کیدای شي دده پر ځای یو کردي جنرال به دنده وګمارل شي. عراقي پوځ له یوه کال راهیسې د داعش له وسله والې دلې سره په سخته نښته بوخت دی او دې وسله والو د عراق ځینې سیمې هم نیولې دي. د عراقي پوځ په لوړ څوکیو کې دا بدلون په داسې حال کې دی چې دا هیواد له داعش سره به سخته جګړه اخته دی. اوس مهال عراقي پوځ او ولسي ځواکونه د رمادي ښار شاوخواته د برید لپاره د چمتوالي په حال کې دي.

بله خوا عراقي ځواکونو د بیجې نیولو لپاره په عملیاتو کې پرمختګ کړی دی. د رارسیدلو ریپوټونو له مخې عراقي ځواکونه نږدې ددې سیمې مرکز ته رسیدلی او د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. د بیجي نفتي تاسیسات په تیر یوه کال کې څو ځله لاس په لاس شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *