په هالند کې د حضرت محمد کارتون په تلويزيون کې وښودل شو

د هالند د خپلواکۍ ګوند مشر ، ښي اړخه سياستوال گیرت ویلدرز په يو تلويزونې چينل کې د حضرت محمد کارتون د خپرولو کار پيل کړی دي سياسي کارپوه مو انصار، وائي چې ګيرتويلدرز داور سره لوبي کوي ځکه دده شعارونه خلګ راپاروي او ځواب به ئي حتمآ وويني.

د حضرت محمد کارتون يو ځل تراژيدي پیښه رامنځته کړه. د « مای» په مياشت کې، د تګزاس په ښار کې د حضرت محمد کارتون په نندارتون کې د نندارۍ لپاره ايښودل شوی وو، دوو وسله والو کسانو پر دغه نندارتون ډزي وکړي چې په پائيله کې ساتونکې ټپي شو. ددغې بريد مسئوليت هغه وخت «اسلامي دولت» پر غاړه اخستی وو

په هالند کې دولتي تلويزيون په يوه سياسي خپرونه کې د حضرت محمد کارتون وښود ، خو تر کارټون مخکي په تلويزيون کې داليکنه ښکاره شوه « اسلام اوترهګر مخالف دي خو موږ داکار د بيان ازادي له مخه تر سره کوو»

.وروسته بيا ددوو دقيقو په موده کې د حضرت محمد نهه کارتونونه وښودل شول.

د هالند دخپلواکۍ د ګوند مشر گیرت ویلدرز چې په اسلام ضد دريځ مشهور دي اجازه غوښتي ده چې د حضرت محمد کارتونونه په پارلمان کې هم وښيئ

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *