ولاديمير پوتين او بارک اوباما د اوکراين او «داعش» په اړه خبري کړي دي

د روسيي د ولسمشر مطبوعاتي د فتر مشر ديمتري پیسکوف ژورنالستانو ته ويلي دي چې د ولاديمير پوتين او بارک اوباما تر منځ تليفوني خبري شوي دي.

ددوی دواړو دخبرو اصلي موضوع د اوکراين کړکيچ و.

.« ددواړو هيوادونو مشرانو د اوکراين د کړکيچ ، په ځانګړي توګه د منزک د لوظنامي د عملي کولو پر بهير خبري کړي دي» دامطلب پيسکوف څرګند کړی دي.

ده زياته کړه چې د روسيي او امريکا متحده ايالاتو ولسمشرانو د «اسلامي دولت» د ترهګرۍ ډلې پر ضد د مبارزي پر لارو چارو خبري کړي دي.

پیسکوف زياته کړه « پر يو شمير مهمو مسئلو ، له هغې جملې ترهګرۍ ضد مبارزه، او په ځانګړۍ توګه په منځني ختيخ کې د «اسلامي دولت» ورځ تربلي زياتيدونکې اغيز په اړه خبري شوي دي ». ده زياته کړه پوتين او اوباما موافقه وکړه چې خپل دبهرنيو چارو وزيرانو هريو لوروف او جان کيري ته دنده وسپارل شي تر څو ددغو موضوعاتو په اړه خبري اتري تر سره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *