د کندز ولايت په ارچي ولسوالي کي لسگونه وسله والو ته مرگ ژوبله اوښتې او دير ژر به دا ولسوالي له وسله والو پاکه شي

د ملي دفاع وزارت د خمکنيو قواوو قومندان ويلي وسله وال د ارچي ولسوالي د لوټلو په حال کي وو چي د هوايي ځواکونو تر بريد لاندي راوستل شول

د ملي دفاع وزارت ځمکنیو قواوو قومندان تورن جنرال مراد علي مرادتیره ورځ وویل: طالبان د ارچي ولسوالی د لوټلو په حال کې وو چې د کره مالوماتو له مخې د ملي دفاع وزارت د څرخي الوتکو له لوري په نښه او ددوی لسګونه وسله وال ووژل شول ده تیره ورځ په کندز ولایت کې یوې خبرې ناستې ته وویل: د ارچي ولسوالی د نیولو عملیات به ډیر ژر پیل شياو دا ولسوالی به هم د چهار درې ولسوالی په څیر د دولت له وسله والو مخالفینو پاکه شي.

دده په وینا دا عملیات به د کندز ولایت له لوري د تخار خواجه غار په لور په لاره واچول شي. همدرانګه د مشرانو جرګې منشي مولوی عبدالله قرلق چې د ارچي ولسوالی اوسیدونکی دی مخکې له دې ویلي وو دا دوه ولسوالی د نه همغږۍ او ناسم مدیریت له کبله د وسله والو لاس ته ورغلې دي او د دشت ارچې ولسوالی امنیې قومندان له طالبانو سره د جوړ جاړي له مخې دا ولسوالی دوی ته سپارلې ده

خو د کندز والي محمد عمر صافي د مشرانو جرګې منشې دا څرګندونې د طالبانو له ژبې را وتلې څرګندونې وښودې خو د دده دې غبرګون د مشرانو جرګې قهر راپارولی او ریس فضل احمد مسلمیار د عمر ساپي څرګندونې مشرانو جرګې ته سپکاوی ښودلی او له ده څخه یی د یوه جاسوس په توګه یادونه کړې ده. ښاغلي مسلمیار په مشرانو جرګه کې د یوې مسودې د تصویب غوښته وکړه چې له مخې به یي د کندز والي له دندې ګوښه او لویې څارنوالی ته ور وپیژندل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *