د امريکا دفاع وزير د اروپا په ختيځ کي د خپلو سرتيرو له ديرښته خبر ورکړی دی اشتون کارتر ويلي: په درنو او پرمختللو وسلو سنبال امريکايي ځواکونه به له روسيي سره په يو شمير گاونډيو هيوادونو کي ځاي پر ځاي شي مخکي له دي روسيي د امريکا پر دي کړنې نيوکه کړې وه

څه موده وړاندې نیویارک ټایمز لیکلي وو، چې امریکا غواړي خپل یو شمیر سرتیري د بالتیک په سیمه، د ختیځې اورپا په یو شمیر هیوادونو کې چې له روسیې سره ګډه پوله لري ځای پر ځای کړي. روسیې دامریکا دې ګام پر وړاندې کلک غبرګون ښودلی وو او روسي چارواکوو له سړې جګړې وروسته دا د امریکا تر ټولو کرکجن کار ښودلی دی. د امریکا دفاع وزیر تیره ورخ د ستونیا له پلازمینی د لیدنې پر مهال په یوه غوڼده کې چې د بالتیک حوزې دریو هیوادونو دفاع وزیرانو هم شتون درلود وویل: په پر مختللو او درنو وسلو سنبال امریکایي سرتیري به په استونيا، لتوانيا، پولند، بلغاريا، لاتويا او رومانيا هیوادونو کې ځای پر ځای شي ده ددې سرتیرو د ځای پر ځای کیدو موخه د روسیې له لوري د شوني برید شندول ښودلې ده.

” تاسو په تیرو وختونو کې یو ځل خپله خپلواکې له لاسه ورکړه خو له تاسو سره د ناټو په شتون سره به بیا دا پیښه رامنځ ته نشي امریکا او ناټو د استونيا، لاتويا او لتوانيا ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته ژمن دي، څرنګه کې مونږ د نا ټو نورو غړیو هیوادونو امنیت ته ژمن یو”

د استونیا دفاع وزیر هم وویل: روسیه بالتیک حوزه د ناټو تر ټولو ځپل شوې سیمه بولي او غواړي ددې سیمې په هکله د نآتو موخه او هدف په ډاګه کړي. دوه ورځې ووړاندې د نآټو لوی منشي هم ویلي وو دوی به خپل دفاعی ځواک ته زور ورکړي او د چتک غبرګون په کړی کې به ناټو څلویښت زره نور سرتیرو شمیره لوړه کړي. د ناتو او روسیې ترمنځ شخړې د اوکراین کړکیچ په تړاو ډیرې او تیر کال پیل شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *