د کډوالو د شمیر په حساب سوریه تر افغانستان مخکې شوه

د جګړو له امله، د سوریې ١١.٦ میلیونه خلګ بې ځایه شوي دي. په دې کې ١.٨ میلیونه ترکیې ته تللي دي.د جګړو له امله، د سوریې ١١.٦ میلیونه خلګ بې ځایه شوي دي. په دې کې ١.٨ میلیونه ترکیې ته تللي دي.

ملگرې ملتونه وایي چې د بې ځایه شوو کسانو شمیر شاووخوا ٦٠ میلیونو ته رسیدلی دی. ٣٨ میلیونه په خپلو خپلو هیوادونو کې دننه بې ځایه شوي دي او نور ٢٢ میلیونه پردیو هیوادونو ته مهاجر شوي دي.

تر دوه کاله وړاندې، افغان کډوال تر ټولو ډیر ول، خو اوس په نړۍ کې تر ټولو لوی شمیر کډوال د سوریې دي. د سوریې ١١.٦ میلیونه خلګ بې ځایه شوي دي او په دې کې ١.٨ میلیونه یې ترکیې ته تللي دي.

د کورنۍ جگړې له امله له سوریې څخه د خلکو تښتیدل ادامه لري. نن د یکشنبې په ورځ هم زرگونه سوري کډوال د ترکیې سرحدي ولایت ته واوښتل. دغه سوریایان د تیرې ورځې راهیسي په پوله راغونډ شوي وو او ترکیې ته ېې د اوښتلو هڅه کوله چې بالاخره د یو اندازه کش وگیر ورسته لار ورته خلاصه شوه.

د ترکیې حکومت دې حساسیت ته متوجه دی چې د سوریې او عراق کردي کډوال به د ترکیې د بیلتون غوښتونکو کردانو مټې غښتلې کړې، خو بیا یې هم سوریې د کډوالو پر مخ لاره پرانیستې ده. په څو سرحدي سیمو کې یې ستر ستر پنډغالي ورته جوړ کړې دي او د کډوالو د ادارې په مرسته یې کډوالو ته ښوونځي او روغتیایي کلینیکونه جوړ کړي دي.

پرون د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوګان د کډوالو په یو کمپ کې د مهاجرینو سره د روژه ماتې پر مهال وویل چې هغه د کډوالو پر لیدلو سخت خوابدی کیږي او پر نورو هیوادونو یې غږ وکړ چې د کډوالو بار ته اوږه ورکړي.

اردوګان زیاته کړه “موږ خپل سرحدونه ورته خلاص پرې ایښي دي، نور هیوادونه چې تر ترکیې ډیر امکانات لري، خپل سرحدونه نه شې خلاصولی او نه هم ددې کار دومره لوی زړه لري.”

د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې عالي کمیشنېر انتونیو گوتیرس هم د ترکیې کوربتوب وستایه او پر نړیوالو یې غږ وکړ چې د سوریې له مهاجرینو سره مرسته وکړي.

گوتیرس زیاته کړه “یوازې د ترکیې سرحد نه،مهاجرینو ته باید د اروپا لارې خلاصې شي، د نړۍ هغو برخو ته د تگ امکانات باید ولري چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی. د مدیترانې په اوبو کې باید د مهاجرینو د ډوبیدو مخنیوی وشي او باید په قانوني توگه د مدیترانې پورې غاړې هیوادونو ته د تیریدلو اجازه ورکړل شي.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *