سلګونو کسانو چين کې د پوليسو پر پوسته بريد کړی

سلګونو کسانو په منځني چين کې د پوليسو پر پوسته بريد کړی ځايي پوليس وايي د پېښې په تړاو يې ۱۳ کسان نیولي دي.

تېره مياشت د چين، هونان ولايت کې يوه ځوانه مېرمن په ناڅرګند ډول وژل شوې وه. د دې پېښې په تړاو سلګونو کسان لارو کوڅو ته راوتلي وو.

دولتي سرچينې وايي دغه وژنه د زهرو په توګه شوې وه، خو د وژل شوې نجلۍ خپلوان يې خاوند په قتل تورنوي. دغو کسانو يې خاوند وهلی او دولتي کارکوونکي يې يرغملي نيولي وو.

د چين د دولتي رسنيو په وينا پوليسو ويلي دغه لانجه له هغه وروسته پيل شوه چې د نجلۍ خپلوانو مړۍ د خواښې کور مخې ته کېښود.

کله چې پوليسو غوښتل حالت تر کتنټرول لاندې راولي پرې بريد وشو او په زور يې جسد ته په ګونډو کېنولي وو.

په سلګونو ځايي اوسېدونکو د وژل شوې مېرمنې کورنۍ سره يو ځای د پوليسو پر پوسته بريد وکړ.

پوليس وايي د حالاتو د ارمولو لپاره يې سلګونه پوليس سيمې ته استولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *