داعش ډلې ننګرهار کې له يوه کس سر پرې کړی

بټي کوټ ولسوالي له تېرو دريو کلونو نا امنه وه او زياتې برخې يې د طالبانو په منګولو کې وې

د ننګرهار سيمه ييز چارواکي وايي د اسلامي دولت ډلې داعش غړو په بټي کوټ ولسوالۍ کې له يوه کس سر پرې کړی دی.

وژل شوی کس محمد افضل نومېږي چې د ملي پيوستون د يوې پروژې سيمه ييز مسول اود کلي ملک و.

د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب وايي، نوموړی ملک تېر شپه وسله والو له کوره ايستلی او بيا يې ترې سر پرې کړی و.

ويل کېږي مړی يې د سيمې يوه ښوونځي ته نژدې غورځول شوی و.

تراوسه معلومه نه ده چې ولې داعش ډلې دغه کس وژلی دی.

ويل کېږي بټي کوټ ولسوالي له تېرو دريو کلونو نا امنه وه او زياتې برخې يې د طالبانو په منګولو کې وې.

د چارواکو په وينا له څه مودې راهيسې په دې سيمه کې د داعش په نوم د يوې نوې وسله والې ډلې فعاليتونه تر سترګو کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *