سعودي عربستان د يمن په هکله د جنيو ناسته له کرښې ايستلې ده. يو شمير يمني چارواکيو عربستان تورن کړی چي په لوي لاس يي د جينو ناستي د ناکامي هڅه کړې ده

د يمن لپاره د ملگرو ملتونو استازي ويلي: په دي ناسته کي هيڅ هوکړه نه ده شوي خو خبري به رواني وي

د يمن په هکله د جينو ناسته تيره ورځ پاي ته ورسيده. د یمني ډلو استازو په دې ناسته کې په نیغه توګه سره خبرې نه دي کړې او د ملګرو ملتونو د استازي په وسیله یوه بل ته خبرې لیږدول کیدې. ددې غونډې اصلي لوري یعني د حوثیانو د پلاوي مشر پر عربستان تور پورې کړ چې د یمن په هکله د جینو غونډې د بې پایلې پای ته رسیدو هڅې کوي. ح مزه الوحوثي وویل: عربستانیانو په لوی لاس له کرښې دخبرو د ایستولو هڅې کړي دي خو له دې سره ده ویلي چې خبرې له ماتې سره نه دي مخ شوې. ده ویلي: ” نشو کولای چې ووایو د جینو ناسته ناکامه شوه، دا لومړی ګام وو. د بریدګرو چې مشري یي عربستان کوي د جینو ناستې د ناکامۍ لپاره هڅې شوې. د یمنیانو پر ضد پر دوی د تیري او په کلابندی کې ددوی د ساتلو په هکله چلوټې په لاره اچول شوي دي.”

دیمن لپاره د ملګرو ځانګړې استازي ویلي : د جینو په ناسته کې هیڅ ډول هوکړه نه ده شوې او یمنیانو ددې لپاره چې په خپلو کې سره ژور اختلافات لري کومې هوکړې ه سره نه دي رسیدلي. ده ویلي ښکیلې خواووې په اصله مسله چې اوربند او له ښارونو د وسله وال ایستل دي مخالفت نلري او باد دې خبرو ته دوام ورکړل شي. ده د یمن په هکله د جینو ناستې ته هیله مندي څرګنده کړې ده. ویلي: ” ده ویلی : مونږ ټول باید په دې پوه شو چې د جینو ناسته وروستی نه ده بلکې د یوه ستونزمن بهیر پیل دی د هغه بهیر چې په یمن کې ستونزې پای ته رسوي او سیاسي لیږد ته لاره هواروي د نورو خبرو لپاره لاره هواره ده او مونږ دا احساس کړې ده”

بله خوا ملګر ملتونو له یمنیانو سره د مرستې په موخه له نړیوالې ټولنې څځه له یو نیم میلیارده ډآلرو د ډيرې مرستې غوښتنه کړې ده ملګرو ملتونو ویلي په یمن کې د درې میاشتنۍ جګړې له امله نږدې اتیا سلنه یمنیانو مرستو ته اړتیا لري

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *