ترهګریز بریدونه 3 برابره شوي دي
د نړۍ په بيلا بيلو سيمو کي ترهگريز بريدونه د تيرو کلونو په پرتله په دوه زره څوارلسم کال کي دري برابره ډير شوي دي چي پکي تر دري ديرشو زرو کسان وژل شوي دي
ډيری دا ډول بريدونه د داعش، وسله والو طالبانو او بوکوحرام ډلو له لوري رامنځ ته شوي دي
د امریکا بهرنیو چارو وزارت له لوري ددې خپاره شوي ریپوټ له مخې په دوه زره څوارلسم کال د نورو کلونو په پرتله ترهګریز بریدونه درې برابره ډير شوي دي چې په لړ کې یي ۳۳ زره کسان وژل شوي دي، په دې کال کې د نړۍ په پنخه نوي هیوادونو کې ۱۳ زره ۴۶۳ بریدونه ترسره شوي. د ریپوټ له مخې په عراق او سوریه کې د داعش، په ناجیریا کې د بوکوحرام او په افغانستان کې وسله وال طالبان هغه ډلې دي چې په ډيریو بریدونو کې لاس لري.
په دوه زره څوارلسم کال کې په پاکستان، فلپین او نیپال کې د ترهګریزو بریدونو کچه ټيټه شوي خو د عراق په موصل ښار کې پر بندخونوې برید ددې کال تر ټولو خونړۍ برید شمیرل کیږي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت داعش تر ټولو خطرناکه ترهګره ډله ښودلې ویلي يي دي: ترهګرو د تیرو کلونو په پرتله له ډول ډول ځناوري کړنو لکه د سر پرې کول او عدام باندې لاس پورې کړی دی. په دې ریپوټ کې په ناجیریا کې د بوکوحرام له لوري سنګسار ډله ایزې وژنې او برمتې ته نغوته شوې ده او په دې کال کې د القاعدې د شنل کیدو خبر هم ورکړل شوی دی.
په دوه زره څوارلسم کال کې د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو څخه شپارس زره چنګیالي سوریې ته رسیدلي او په دې کال کې ترهګرو له نهه زره ډير کسان برمته کړي دي.