په هلمند ولايت كې ۳۸ وسله وال وژل شوي
په هلمند ولايت كې ۳۸ وسله وال وژل شوي
ځايي امنيتي چارواكي وايي، د هلمند ولايت په كجكي او موسى كلا ولسواليو كې د عملياتو پرمهال ۳۸ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
هلمند كې د ٢١٥ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کجکي کې ٦ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي او په موسى کلا کې ٣٢ کسان وژل شوي او پنځه ټپيان دي.
كه څه هم خبرپاڼې امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه څه نه دي ويلي، خو ليکلي يې دي، چې د يادو عملياتو پر مهال د سيمې اوسېدونکو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.