داعش له طالبانو سره جګړې بشپړ چمتوالی لري

طالبان هم د داعش ټول فعالیتونه په افغانستان کې څاري

   شتون کارتر:د داعش ډلې پر وړاندې طالبان هم چمتو دي او په افغانستان کې د دغې ډلې له ټولو فعاليتونو څارنه کوي

د متحده ایالاتو دفاع وزارت له خوا ويل شوي، چې د داعش ډله په افغانستان کې ورځ تر بلې قوي کيږي، ځکه د پینتاګون په وينا، یاده ډله د طالب وسله والو سره د مخامخ کېدو او جګړې له پاره پوره چمتو والی لري.

راپور وايي، چې د داعش ډلې پر وړاندې طالبان هم چمتو دي او په افغانستان کې د دغې ډلې له ټولو فعاليتونو څارنه کوي.

د امریکا دفاع وزیر شتون کارتر بیا ویلي، چې ددغو دواړو ترهګرو ډلو ترمنځ د اختلافاتو سره سره به دوی د داعش ډلې پر وړاندې د نړېوال ائتلاف څخه ملاتړ وکړي او د دغې خطرناکې ترهګرې ډلې د ځپلو له پاره به خپلو جدي هڅو ته دوام ورکوي.

د امريکا له لوري د طالبانو او داعش ډلو ترمنځ د جګړې راپور په داسې حال کې خپريږي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو له لوري د داعش ډلې مشر ابوبکر بغدادي ته ویل شوي وو، چې دوی ته دې په افغانستان کې سر خوږی نه جوړوي.

طالبانو په خپله رسمي پاڼه کې ليکلي وو، چې په افغانستان کې د مبارزې له پاره موازي قدرت ته ضرورت نه شته.

طالبانو ابوبکر بغدادي ته خبرداری ورکړی وو، که چېرې د دوی غوښتنې ونه منل شي او خپلو بريدونو ته په افغانستان کې دوام ورکړي، نو د طالبانو د جدي عکس العمل سره به مخ شي.

یاده دې وي، چې له دې وړاندې په ننګرهار ولایت کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ څو وارې نښتې شوي او دواړو خواووته د اوښتو زيانونو په باب راپورونه خپاره شوي دي.

همدارنګه د متحده ایالاتو دفاع وزارت په هېواد کې کې د سرتېري نیولو له پاره د داعش له هڅو هم خبر ورکړی او په افغانستان کې د دغې ډلې د نفوذ د پراخوالي له احتمال څخه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

په راپور کې کاږل شوي، چې د حقاني شبکه نه باید له پامه وغورځول شي، ځکه د امريکا د دفاع وزارت په وينا، د حقاني شبکه اوس هم د افغان ځواکونو او امريکايي سرتېرو له پاره ستر ګواښونه پېښولی شي.

له دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو له پاره ایران غواړي د طالبانو ملاتړ وکړي.

ځکه داعش د شعيه مذهبو سره جدي مخالف دی او د ایران زيات وګړي د همدې مذهب پلوي کوي.

خو دغه ادعاوې بیا د ایراني چارواکو له لوري په ځلونو رد شوي دي.

سپينه ماڼۍ په دې باور دی، چې نړۍ د داعش ترهګرې ډلې د ماتې له پاره ژمنه ده، خو دغې موخې ته رسېدل زیات وخت نیسي.

د متحده ایالاتو ستر درستيز مارتين دمپسي ویلي، هغه هېواد چې د داعش ډلې له ستر ګواښ سره مخامخ دی هغه د سيمې او نړۍ د هېوادونو له ملاتړ څخه برخمن دی.

د پينتاګون له لوري د داعش او طالبانو د جګړې راپور پر داسې مهال خپريږي، چې تېره ورځ د روژې مبارکې میاشتې د پېل په مناسبت ولسمشر اشرف غني په خپل پېغام کې ويلي وو، چې که طالبان سولې ته غاړه کې نه ږدي، نو د افغان سرتېرو له قوي او جدي پوځي عکس العمل سره به مخ شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *