هغه وسله طالبان چي له بنده خوشي شوي اوس د افغان امنيتي ځواکونو پر وړاندي جنگيږي په لويديځ حوزه کي امنيتي چارواکي وايي، ملا عبدالروف له هغه خوشي شويو کسانو څخه دی چي تيره اونۍ يي د هرات ولايت په کشک کهنه ولسوالي کي د بريد مشري کوله

د ظفر دوه سوه اوم ظفر قول اردو قومندان جنرال تاج محمد جاهد ويلي: دا کسان مخکې له دی په افغان   حکومت کې د ځینو کسانو په منځګړیتوب خوشي شوي دي. د هرات امنیه قومندان هم ویلي: هغه وسله وال چې مخکې له دی له بنده خوشی شوی اوس د دولت پر وړاندې په جګړه بوخت دي.

په همدي حال کې د بادغیس مرستیال والی قمرالدین شکیب په دې ولایت کې د امنیتي حالت په هکله اندیښنه ښودلې ویلي یي دي، وسله والو مخالفین په بالا مرغاب ولسوالی کی د خپلې شمیرې د ډيرښت په هڅه کې دي ترڅو وکولای شي له دې لاره شمالي سیمو ته لاره پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په لویدیځ حوزه کې امینتي چارواکي له افغان امینتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وسله وال طالبان ډیر کمزوري بولي وایي: په هغه عملیاتو کې چې په تیرو دریو میاشتو کې په بیلا بیلو سیمو کې تر سره شوي لږ تر لږه د طالبانو څلور سوه کسان وژل شوي او افغان امنیتي ځواکونو ته ډير لږ تلفات اوښتي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *