په غزني کي سيمه ايزو چارواکيو د وسله والو مخالفينو له ديرښته انديښنه ښودلي ده. دوی وايي: بهرني جنگيالي د غزني له لاري مرکزي ولايتونو ته د تگ هڅه کوي دوی وايي دا د داعش وسله وال دي او له دي ويري چي سيمه ايز اوسيدونکي يي پر وړاندي قيام يا پاڅون ونکړي د خپل افغاني همکارانو له لوري اسلامي کوماندو نومول شوي دي

د غزی او زابل ولایتونو په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د ناپیژنده وسله والو د شتون په هکله اندیښنې ډیرې او ددوی له خولې ډيری ځلې په دې هکله خبرې اوریدل شوي دي خو په دې وروستیو کې ددې اندیښنو کچه لوړه شوې.

د غزني مرستیال والي محمد علی احمدي ویلي: هغه وسله وال چې په غزني او زابل ولایتون کې فعالیت کوي د داعش وسله وال دي خو ددې ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې د اسلامي کوماندو په نامه ځای پر خای شوي دي

د غزني سولې عالي او ولایتي شورا غړیو هم د بهرنیو جنګیالیو پر وړاندې د دولت پر سیاست نیوکه کړې او یو شمیر بهرنی هیوادونه د بهرنیو جنګیالیو په لیزدولو کی لاس لری د ولایتی اوسولی عالی شورا ویلی دی وسله والو ګیلان ولسوالی ته نږدې یو پنډغالی رامنځ ته کړی دی

د غزنې ناوه ولسووالی چې له پاکستان سره ګده پوله لري ډیری وسله وال له دې لارې د هیواد نورو سیمو ته ځي دا وسلوالی له ګیلان سره هم ګډه پوله لري او له دې لارې د غزني جاغوریو، مالستان او اجرستان ولسوالیو ته لاره پیدا کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *