نړيوالې جنايي محکمي له سويلي افريقا غوښتي د سوډان ولسمشر عمر البشير ونيسي
نړيوالې جنايي محکمي له سويلي افريقا غوښتي د سوډان ولسمشر عمر البشير چي د افريقايي ټولني په غونډه کي د گډون په موخه دي هيواد ته سفر کړی ونيسي عمر البشير ددي محکمي له لوري په جنگي جنايت تورن شوی دی
د سودان ولسمشر( عمر البشیر) د جرایمو نړیوالې محکمې یا آی سي سي له لوري د سوډان په دارفور سیمه کې د جګړې پر مهال په جنګي جنایت تورن شوی. دې محکمې په یوې خبرپاڼه کې له سویلي افریقا غوښتي ترڅو د سوډان ولسمشر ونیسي او د محکمې ته یي وسپاري. د سوډان ولسمشر د افریقایي هیوادونو په سر مشریزه غوڼده کې سویلي افریقا ت سفر کړی او د سویلي افریقا چارواکیو ویلي: چې نومه وړی به ونه نیسي. د سویلي افریقا او جرایمو نړیوالې محکمې ترمنځ اړیکې هم ښې نه دي او دې ټولنې مخکې له دې له یادې محکمې غوښټې وو ترڅو د افریقایي مشرانو په هکله دوسیې او د دوی د نیولو هڅې بندې کړي. د جرایمو نړیوالې محکمې ویلي د سویلي افریقا حکومت باید له دې محکمې سره کړې ژمنې پلې کړي. د افریقایي ټولنې سرمشریزه ناسته نن او سبا په جهانسبرګ کې په لاره اچول کیږي. د ښځینه سازمانونو پیاوړتیا، په بروندي کې سیاسي کړکیچ ، په سویلي سوډان کې جګړه او په سویلي افریقا کې د بهرنیانو پر وړاندې وروستي تورنه هغه برخې دي چې افریقایي مشران یي ددې غونډې تر سره کولو ته اړ کړي دي.