د ويني ملي بانک نن د ويني ورکولو له نړيوالي ورځې نمانځنه وکړه

د سږ کال شعار (زما د ژوند ژغورلو لپاره له تاسو مننه کوم) تاکل شوی وو. د عامي روغتيا و زارت وايي، په تيره يوه لسيزه کي د ويني ورکونه سل په سلو کي ډيره شوې ده خو تر اوسه په بشپره توگه داستونزه هواره شوي نه ده

د عامې روغتیا وزارت وایي، د وینې ورکولو له نړیوالې ورځې نمانځنه په هیواد کې د وینې ورکولو ته د هځنې په موخه په لاره اچول کیږي او دا ورځ یوه ښه فورصت دی ترڅو خلک د وینې ورکول په ګټه پوه شي. افغانستان په منظمه توګه اوه ویشت زره وینه ورکونې لري چې شپږ نوی سلنه یي نا رینه دي. له پنځو کلونو کم عمره ماشومان، هغه میرمنې چې د زیږون پر مهال یي وینه له لاسه ورکړې وې او ټپیان هغه کسان دي چې وینې ته تر ډيره اړتیا لري.

د وینې ملي بانک په بشپړه توګه وینه لري خو دې مرکز مراجعین د وینې پر کمښت او د ناروغانو جانبې درملو په لوړه بیه نیوکې کوي

د وینې ملي بانک ریس مسعودت رحماني وایي، په هیواد کې د وینې کمښت تر یوې کچې له منځه تللی خو اوس هم د خلکو له لوري وینې ورکولو ته اړتیا لري

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *