د لوګر د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار قاضي ورا وويل چې تېره شپه دوه بجې سلګونو وسله والو طالبانو د ازرې پر ولسوالۍ بريد پيل کړى دى.

هغه وويل چې په ياد بريد کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

هغه زياته کړه: ((طالبان هڅه کوي چې ازرې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي خو هلته موږ پوره ځواکونه او امکانات لرو، ډېر ژر به وسله وال شا تګ ته مجبور کړو.))

قاضي ورا وايي چې په ياده نښته کې تر اوسه افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي حبيب کوچي وويل چې تېره شپه ناوخته په دې ولسوالۍ د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه پيل شوې ده.

هغه زياته کړه: ((د درنو او سپکو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېږي خو ټول خلک په کورونو کې پټ دي څوک بيرون ته وتلى نه شي او اوس دا هم نه ده معلومه چې په جګړه کې کوم لورى مخ ته او کوم شا ته دى.))

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې جګړې په اړه څه نه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *