يونسکو په يمن کي د سعودي عربستان د بريدونو له امله د اسلامي فرهنگ اړوند يوي لرغوني ودانۍ نړول په کلکه غندلي دي

د صنعا ښار لرغوني سيمه تيره ورځ د سعودي عربستان په مشری د ايتلاف له لوري په نښه شوي چي له امله يي پنځه کسان وژل شوي دي. د يونسکو مشرې ددي سيمي په له منځه تلو خواشيني ښودلي ويلي يي دي، دا په دي هيواد کي د انساني ناورين شکارندويي کوي.

د یونکسو ریسې ( ایرینا بوکووا) ویلي: د صنعا پخواني ښار او اسلامي کلتور اړوند لرغونو آثارو د له منځه وړلو په هکله سخت خواشیني دي ځکه چې دا آثار د نړۍ له لرغونو آثارو څخه شمیرل کیدل، دوی دا بریدونه په غندلې. بوکووا ویلي، دا بریدونه به په یمن کې د انساني ناورین د ډيرښت لامل وګرځي.

د عربستان په مشری ایتلاف تیره ورځ د صنعا پخوانی ښار بمبار کړی چې له امله یي پنځه کسان هم وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي. سیمه ایزو اوسیدونکو ویلي: پر یوه کور لګیدلی بمب نه دی چاودیدلی نو ځکه تلفات هم لږ دي. ده ویلي: د دوه بجو په شاوخوا کې د سعودي عربستان دوه جنګي الوتکو دا سیمه بمبار کړه خو الحمد الله یو بم ونه چاودید، دا بم په هغه کور لګیدلی چې دریو کورنیو پکې ژوند کاوه ددې کورنۍ پنځه کسان وژل شوي دي.”

یونسکو ویلي د عربستان په مشری د ایتلاف جنګي الوتکه تیره میاشت د ذمار ښار ملي موزیم چې پکې له دولس زره دیر لاسي صنایع شتون درلود بمبار کړی او له منځه یي وړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *