چينايي هکرانو، د امريکا د پوځ او اسختباراتو په هکله حساس مالومات تر لاسه کړي. امريکايي رسنيو ويلي، تيره اونۍ د پوځ پر وب سايټونو په سايبري بريد کي کيداي شي هکرانود څلورو ميليونو پوځيانو او اسختباراتي کارکونکو په هکله مالومات تر لاسه کړي وي

واشنګټن پوست ورځپانې د امریکایي چارواکیو له خولې لیکلي، ددې هیواد پر پوځي ویب سایټونو د هکرانو په برید کې، د پوځ او استختباراتو د څلورو میلیونو کارکونکو په هکله مالومات غلا شوي دي. یوه امریکایي پوځي چارواکي واشنګټن پوست ته ویلي: دا چې هکرانو به د میلیونونو پوځیانو او استخباراتي کارکونکو په هکله مالومات تر لاسه کړې وي، شونتیا دیره ده او دا دهیواد استخباراتي ادارې لپاره یو لوی ګذار دی.

په ریپوټ کې راغلي چې دا مالومات، له ګاونډیو او بهرنیو دولتونو سره د سي آی اې د کارکونکو د مالي وضعیت، کورنۍ او نورو مسایلو اړوند دي. آسوشتید پرس خبري آژآنس هم په یوه خپاره شوي ریپوټ کې ویلي: چیني هکرانو د امریکا پوځ او استخباراتي ادارې د کارکونکو په هکله اړین مالومات تر لاسه کړي دي. له دې سره دې آژآنس د پوځ د پرسونل د مدیر پر ویب سایټ له یوه نوي بریده خبر ورکړی دی.

په ریپوټ کې ویل شوي کیدای شي هکرانو د پوځ او استخباراتي ادارې د څورالسو ملیونو اوسنیو او پخوانیو کارکونکو په هکله مالومات تر لاسه کړي وي. دوی د امریکایي چارواکیو له خولې لیکلي:   چینایي هکرانو په دې برید کې له وروستي تکنالوژیکي تکتیک څخه کار ا خستی. چین په دې وروستیي سایبري برید کې خپل لاس لرل رد کړي خو د سوریې الکترونیکي پوځ چې د سوریې له ولسمشر بشار اسد څخه ملاتړ کوي دډې برید پړه منلې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *