د ماليي وزير ويلي: په وزارت کي يې ستونزې شتون لري او دی هم تر دير فشار لاندي دی، خو د فشارونو په هکله يي څه نه دي ويلي او په گمرکاتو کي يي د فساد پخلی کړی دی.

له دي سره دوي په روان کال کي د اوه سلنه عوايدو له ديرښته خبر ورکړی او د کابل بانک په هکله يي ويلي، تر اوسه يواځې دري ميليونه ډالره پور تر لاسه شوی دی.

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د بیې ټیټوالی، د مالیاتو ډیرښت او په ګمرکاتو کې ستونزې، ولسي جرګې ته د مالیې وزیر د ورغوښتلو لاملونه ښودل کیږي. تیره اونۍ هم د مالیې وزیر او د افغانستان بانک ریس دې جرګې ته ورغوښتل شوي ووخو له ولسمشر سره یي هرات ولایت د سفر له امله د ولسي جرګې ناسته نیمګړې پریښوده او استازو د پو ښتنو وخت پیدا نکړ، خو نن د افغانستان بانک له سرپرست سره په ګډه ولسي جرګې ته ورغلی وو ترڅو د دې جرګې غړیو پوښتنو ته ځواب ورکړي.

د ولسي جرګې یو شمیر غړیو وویل: دمالیې پخوانی وزیر ښاغلی زاخیلوال اوس هم پر دې وزارت خپله اغیزه لري او ددې وزارت یو شمیر کارکونکي دوی ته باج ورکوي. ښاغلي حکیمې د استازو دې ادعا ته روښانه ځواب ورنکړ خو وویل چې تر سخت فشار لاندې دی.

استازو په ګمرکاتو کې د فساد په هکله وویل: په ګمرکاتو کې د زواکانو له لوري ځای پر ځای شوي کسان په فساد لاس پورې کوي، ښاغلي حکیمي هم ددې پخلی وکړ خو وویل: د هیواد په ګمرکاتو کې د فساد د کمښت لپاره یي ځینې پلانونه تر لاسه لاندې نیولي دي.

د مالیې وزیر د کابل بانک د پورونو د راټولولو په هکله هم وویل: د سعب الحصول په نامه یو کمیسیون یي رامنځ ته کړی او تر اوسه په دې توانیدلې ترڅو درې میلیونه پور تر لاسه کړي.

د ښاغلي حکیمي په وینا، د ما لیاتو کچه لوړه شوې نه ده خو ددې برخې په کمپیوټري کیدو سره د عوایدو کچه اوه سلنه لوړه شوې ده. د افغانستان بانک سرپرست افضل خان هډه وال هم وویل: د افغانۍ بیه ټیټه شوې نه ده بلکې د ډالر بیه په نړیواله کچه لوړه شوې ده.

دوی زیاته کړې له دې سره چې د ډالر پر وړاندې د ا فغانۍ بیه څلور اعشاریه اوه سلنه ټيټه شوې خو دې ټیټوالي په خوراکي او نورو اړوندو توکو اغیزه نه ده کړې. د هډه وال په وینا: حکومت اجازه نه ورکوي ترڅو د ډالر بیه له دې لوړه شي او دوی هره اونۍ د اسعارو د کنترول په موخه شپیته میلیونه ډالره بازار ته وړاندې کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *