د داعش وسله واله ډله له کلورينو غازو د کيمياوي وسلو د جوړولو هڅه کوي. د آستراليا بهرنيو چارو وزيري په يوه نړيواله خبري ناسته کي ويلي، داعش د نړۍ د امنيت پر وړاندې لوي گواښ دی

د پرت په ښار کې د آسترالیا بهرنیو چارو وزیرې(جولي بیشاب) د یوې غونډې پر مهال چې د کیمیاوي وسلو په هکله په لاره اچول شوې وه ویلي: د داعش وسله والو په جګړو کې له کلورین غازو د وسلې په توګه کار اخستی او دا ډله د متخصصو کسانو په ګمارلو سره چې ډيری یي لویدیځوال دي غواړي له دې غازو کیمیاوي وسله جوړه کړي. دې ویلي کیدای شي په هغه زرګونو کسانو کې چې د نړۍ له بیلا بیلو سیمو څخه له دوی سره یوځای شوي دي متخصص کسان هم شتون ولري او وکولای شي له دې غازو کیمیاوي وسله جوړه کړي. د آسترالیا د بهرنیو چارو وزیرې دا خبرداری په داسې حال کې دی چې د عراق کردانو مخکې له دې ویلي وو، دوی داسې لاسوندونه تر لاسه کړي چې له دوی سره د جګړې پر مهال له کلورین غازو څخه د داعش د کار اخستنې ښکارندویي کوي.

د عراق په شمال کې   کردانو ویلي دوی د کلورین غازو نښې د موټر په وسیله د یوه ځانمرګي برید پر مهال تر لاسه کړې دي، له دې سره په سوریه کې هم له دې ډول غازو د کار ا خستنې نښې نښانې لیدل شوې. د نړیوال اړوند سازمان د پریکړې له مخې په جګړه کې له هر ډول غازو کار اخستنه منع ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *