طالبانو په ناروې کې له افغان ښځو سره د لیدنې پخلی کړی دی

طالبانو ومنله چې د دوى يوه پلاوي په ناروې کې له يو شمېر افغان ښځو سره کتلي دي .

د طالب په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه کتنه د بېلابېلو قشرونو د نظرونو د ترلاسه کولو په موخه شوې ده .

په خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې طالبان غواړي د هر افغان مشوره او نظر واوري او په عين حال کې طالبان شرعي نظر او خپله پاليسي بېلابېلو سياسي شخصيتونو ته ورسوي .

مجاهد وايي چې له بېلابېلو خواوو سره دغه ډول خبرې د سولې په مانا نه دي .

د ناروې هېواد د بهرنيو چارو وزارت تاييد کړې چې يو شمېر افغان ښځو په غير رسمي توګه په دغه هېواد کې د طالبانو له استازو سره کتلي دي.

د ناروې د بهرنيو چارو وزارت وياند فرود اندرسن بي بي سي ته ويلي چې ددې ناستې ګډون کوونکي له کومې ځانګړې ډلې څخه استازيتوب نه کوي ، بلکې له دې ناستې څخه موخه د نظرونو تباديله ده .

ويل کيږي چې په دې ناسته کې د سولې شورا غړې حوا علم نورستانۍ او صديقه بلخي او د ولسي جرګې دوه غړې شکريه بارکزۍ او فوزيه کوفي ګډون لري .

دغه ناسته په داسې حال کې تر سره کيږي چې له دې مخکې ورته ناستې په قطر ، چين ، اماراتو کې تر سره شوې او ټاکل شوې چې دغه ډول يوه ناسته دغبرګولي په ١٦مه په دوبۍ کې هم ترسره شي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *