د شانګهای سازمان د د ترهګرو په ځپلو کې مرسته وکړي
د شانګهای سازمان د د ترهګرو په ځپلو کې مرسته وکړي
رباني ویلي: که په افغانستان کې د موجودو ترهګرو ډلو پرضد په ګډه مبارزه ونه شي نو د سيمې او نړۍ لپاره به جدي ګواښ رامنځته کړي .
دغه څرګندونې د هېواد د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د شانګهاى سازمان په غونډه کې چې تېره ورځ په مسکو کې جوړه شوې وه، وکړې .
په هغه خبرپاڼه کې چې د بهرنيو چارو وزارت له خوا پژواک اژانس ته رالېږل شوې ، د رباني له خولې ويل شوي :” ښکار ده چې ترهګري په سيمه ييزه او نړۍ واله کچه تر ټولو ستر ګواښ دى، دغه شومه پديده بې له کوم توپير او پولې څخه د بې ګناه انسانانو ژوند ګواښي او امنيت خلالوي . “
رباني وويل، ترکومه ځايه چې په افغانستان پورې اړه لري ، ترهګري داخلي پديده نه ده ، بلکې د هغې رېښې له سيمه ييزو عواملو سره اړيکه لري او له تېرو دوه لسيزو راهيسې افغانستان له ترهګرۍ سره د جنګ په لومړۍ کرښه کې واقع دى.
هغه زياته کړه :” زموږ امنيتي ځواکونه له طالبانو ، حقاني شبکې ، تحريک طالبان پاکساني ، تحريک طالبان اسلامي ازبکستان، القاعد او داعش سره په جګړه بوخت دي او هر ورځ قرباني ورکوي ، افغانستان د يادو ډلو وروستى هدف نه دى بلکې دغه ډلې سيمه ييز او نړيوال هدفونه لري . “
ده وويل چې د افغانستان امنيتي ځواکونه د ترهګرو پروړاندې نه يواځې دا چې له خپلې خاورې او خلکو دفاع کوي ، بلکې د سيمې او نړۍ له امنيت سره هم مرسته کوي .
رباني د شانګهاى غړو هېوادو استازو ته په خطاب کې وويل:” افغانستان په يواځې ځان ددې دروند بار(ترهګرۍ) د وړلو توان نه لري ، د ټولو منافع او مسووليت ايجاب کوي چې ددې پديدې پرضد په ګډه اغېزمنه مبارزه وکړي او په دې اړه بايد قوي اراده ولرو .”
د يادونې ده چې په دې کنفرانس کې د غړو او ناظر هېوادونو د استازو له خوا په سيمه کې د ترهګرۍ په اړه خبرې وشوې او ددې پديدې پرضد د ګډې او همغږې مبارزې غوښتنه وشوه .