پر افغان ولسي وګړو بریدونه جنګي جنایتونه دي
پر افغان ولسي وګړو بریدونه جنګي جنایتونه دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یونما) د بشري حقونو مشرې ویلي، د ولسي وګړو پر استوګنځایونو او ملکي خلکو د طالبانو بریدونه ”جنګي جنایت” ګڼل کېږي.
د یونما د بشري حقونو د برخې مشرې جورجت ګانون ویلي ”هغه نړیوال بشردوستانه قوانین چې ددغه هېواد ټول اړخونه یې په مراعاتولو ملکف دي، پر ملکي وګړو او ناپوځي ځایونو بریدونه جنګي جنایت بولي”.
آغلې ګاګنون دا هم ویلي چې ”وینو چې اورپکې ډلې په منظم ډول د ولسي خلکو پر استوګنځایونو بریدونه کوي. خو هغه څه چې لا ډېر ناوړه شوي دا دي چې د ولسي خلکو د استوګنې پر ځایونو د بریدونو نېغه پړه مني”.
طالبانو وړاندې پخپلو ویناپاڼو کې د هغو بریدونو پړې منلې دي، چې تر ډېره پکې ولسي وګړي وژل شوي، خو دوی ادعاوې کوي، چې هدف یې ولسي وګړي نه، بلکې بهرنیان دي.
خو آغلې ګاګنون وايي، د اورپکو ډلو له خوا د ولسي وګړو تعریف قانوني بڼه نه لري، چې په وینا یې د ”دوی [اورپکو] تعریف نه په ملي او نه هم نړیواله کچه منل شوی دی. دوی خپل ځانګړی تعریف لري. هرڅه چې کوي، د جواز لپاره یې یو دلیل وايي”.
د ملګرو ملتونو د رپوټونو له مخې، د افغانستان په جګړه کې پر ولسي وګړو بریدونه یوازې پر وسله والو طالبانو پورې نه دي تړلي، بلکې د افغانستان دولتي ځواکونه او نړیوال ځواکونه هم د ولسي وګړو په وژلو کې ښکېل ګڼل کېږي.
له آغلې ګاګنون وپوښتل شول، چې آیا په دې اړه یې څه نظر دی؟
هغې په ځواب کې وویل: ”موږ افغان ځواکونه نه دي لیدلي، چې په لوی لاس پر ولسي وګړو بریدونه وکړي. دا نور کسان دي چې دا کارونه کوي. موږ له افغان ځواکونو غوښتي چې د ولسي وګړو د ساتنې لپاره تر خپله وسه له احتیاطه کار واخلي”.