دناروې په پلازمینه کې به د افغان دولت او طالب استازو تر منځ خبرې وشي
په دې ناسته کې د افغان دولت په پلاوي کې څلور میرمنې هم ګډون لري
ټاکل شوې په دې ناسته کې د ولسي جرګړې غړېې فوزیه کوفي او شکریه بارکزۍ، د سولې عالي شورا غړیې صدیقه بلخي، او هوا علم ګډون وکړي. د سولې عالي شورا ویلي؛ تر اوسه د دې ناستې، چې غیر رسمي ده اجنډا معلومه نه ده. د ولسي جرګې یادو ښځینه غړیو هم ویلي چې تراوسه د خبرو اجنډا روښآنه نه ده او دوی به ډيری د ښځو ته د ونډې پّ ورکولو خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې په قطر کې د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ خبرې شوې دي.
ویل شوي چې د پګواش پخلاینې خبرو دوهم پړاو به له کوچوني اختر وروسته پّ لاره واچول شي.