له امنیتي ځواکونو په هرات کې د ولسمشر ستاینه

ولسمشر اشرف غني نن هرات ولايت ته سفر کړی او د ملي اردو دظفر دوه سوه اوم په قول اردو کې د خبرو پر مهال وويل: چي د کمزورتيال له موضع به خبرو ته کښي نه ني او سوله له جگري سره ناممکنه ده. ولسمشر په لويديځ کي ناامني له بنسټيزو پروژو څخه وښوده او په دي حوزه کي يي د افغان امنيتي ځواکونو له هڅو ستاينه وکړه

هرات د ولسمشر دوهم سفر، ښاغلي غني نن په هرات ولایت کې وویل: د دولت موضع به په خبرو کې د قدرت له مخې وي او پر یوه وخت جګړه او سوله شونې نه دي.

ولسمشر زیاته کړې: افغانستان په روان کال کې له یوې پیاوړې تپل شوې جګړې سره مخ دی او مخالفین له ستونزو سره د هیواد دمخ کولو هڅه کوي.

دوی ټینګار کړی: افغانستان به په هرې بیې سره د سولې په لور لاړ نشي او خپلو لاسته راوړنو ته ډیر ارزښت ورکوي. دوی ویلي د هیواد د دښمنانو جګړې ته زمونږ ځواب ددوی ځپل دی او باید افغانان پر خپلو امینتي ځواکونو باور او اعتبار ولري.

غني ۱ولسمشر له افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړې تګه د ظفر له دوه سوه اوم قول اردو څخه یې ځانګړې ستاینه کړې ده

ولسمشر د هرات ولایت له یو شمیر شخصیتونو او دینی عالمانو سره په لیدنه کې ویلي، ترنږدې راتلونکې به د شینډنډ امنیت خوندي شي او دا ولسوالی به په څو کوچونیو ولسوالیو بدل شي.

ولسمشر هرات ولایت ته په خپل مخکیني سفر کې یو دیرش دولتي کارکونکي له دندو ګوښه کړې وو او د اوسنۍ سفر موخه یي د لومړي سفر د پایلو څیړل ښودل شوې ده. له دې سره ښآغلي غني د کاناډا له لومړي وزیر سره چې هرات ولایت ته یي سفر کړی لیدلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *