د مالياتو کچه لوړه شوې نه ده، بلکي د مالياتو را ټولولو سيستم ښه او له دې برخي د تيښتې لاره تر ډيره نيول شوې ده

د ماليي وزير نن په ولسي جرگه کي وويل: د گمرکاتو سيستم کمپيوټري کيدل او د نويو تعرفو رامنځ ته کولو د عوايدو کچه لوړه کړې ده د ماليي وزير نن د افغانستان بانک له سرپرست سره په گډه ولسي جرگي ته ورغوښتل شوی وو

د ولسي جرګې د نن ورځې استجواب غوڼده له پوښتنو پرته تر سره شوه. د غونډې په پیل کې د ولسي جرګې ریس وویل: د ماليې وزیر له ولسمشر سره هرات ولایت ته سفر لري. دوی د ولسي جرګې له غړیو وغوښتل ترڅو دوی ته د مخیکنیو پوښتنو ځواب ته اجازه ورکړي او له نورو پوښتنو ډډه وکړي.

د مالیې وزیر د خپلو خبرو په لړ کې وویل: د مالیاتو د ډيرښت خبرې ناسمې دي او په تیرو پنځو میاشتو کې د وزیرانو شورا د پریکړې له مخې د مالیاتو کچه یواځې پنځه سلنه لوړه شوې ده.

ښاغلي حکیمي وویل: د مالیاتي اقساطو سرچینه، تعرفو ته بیا کتنه او د ګمرکاتو کمپیوټري کیدو د روان کال د مالیاتو کچه لوړه کړې او د تیر کال د همدي مودې په پرتله په روان کال کې عواید اوه سلنه لوړ شوي دي.

ښاغلي حکیمي د کابل بانک د دوسیې په هکله روښانه ځواب ورنکړ خو وویل: په دې هکله یو کمیسیون رامنځ ته شوی او ډیر ژر به خپل کار پیل کړي. د مالېې وزیر په وینا: نریوالې مرستې له دې وروسته د د ولت له لوري د بودیجې په ډول لګول کیږي او په دې کې د امریکا اته سوه میلیونه ډالره هم راځي. له دې سره دوی د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ بیې ټيټوالی رد کړی ویلي یي دي، افغانۍ خپل ارزښت ساتلی او د ډالر بیې لوړیدل یي د بازار اړتیا له مخې ښودلې دي.

په دې ناسته کې یواځې د اقتصادي جرګه ګیو غړیو وخت پیدا کړ ترڅو له مالیې وزیر څخه پوښتنې وکړي دوی د ښاغلي حکیمي څرګندونې رد کړې او دا یي له ریښتینولیه لرې وښودې.

همدارنګه د مالیې وزیر له ایرانه د وارداتو په لاره کې خنډونه په فراه ولایت کې ناامني وښوده وویل: په دې ولایت کې زور واکان په قاچاقو لاس پورې کوي. د مالیې وزیر یواځې د اقتصادي جرګه ګۍ غړیو پوښتنو ته ځواب ورکړ او له ولسي جرګې ووت.

د ولسي جرګې غړیو د مالیې وزیر ددې چلند په غبرګون د افغانستان بانک سرپرست ته د خبرو اجازه ورنکړه وویل په ولسي جرګه کې ددې دوو بنسټونو څخه د یوه د مشر شتون بې معنی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *