سوريه کې هوايي بريدونو”۷۱” کسان وژلي دي
دا بمونه چې له هليکوپټر غورځول کیږي د سوريې د حکومتي ځواکونو تر ټولو وژونکې وسله ده
د بشري حقونو فعالان وايي د سوريې حکومتي ځواکونو د حلب ولايت کې له هليکوپټر بېلري بمونو غورځولي چې ۷۱ کسان په کې وژل شوي دي.
په بريتانيا کې مېشت د بشري حقونو فعالان وايي په هوايي بريدونو کې ۵۹ کسان د ال باب ښار کې وژل شوي. ويل کېږي دا سيمه د “اسلامي دولت” ډلې تر ولکې لاندې ده.
د سوريې دولت د لويو او بېلري بمونو کارول رد کړي دي.
دا بمونه چې له هليکوپټر غورځول کېږي د سوريې د حکومتي ځواکونو تر ټولو وژونکې وسله ده او راپورونه ښيي چې دولتي ځواکونه يې هره ورځ د سوريې په بېلابېلو برخو کاروي.
ويل کېږي په دې بريد کې زياتره وژل شوي کسان د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي دي. کېدای شي د وژل شويو کسانو په شمېر کې زياتوالی راشي ځکه چې د ډېری ټپيانو حالت نازک دی.
ويل کېږي د حلب په شعار سيمه کې ۱۲ کسان وژل شوي چې ۸ يې د يوې کورنۍ غړي وو.
د بشري حقونو څار ډلې دمشق په دې تورن کړ چې په۲۰۱۴ کال کې يې په بېلابېلو ځايونو بېلري بمونه استعمال کړي دي، دا د ملګرو ملتونو د امنتي تړون پر خلاف دي.
د فبرورۍ مياشت کې له بي بي سي سره په خبرو کې ولسمشر بشار اسد د بېلرې بمونو کارول رد کړي وو. د دې تورونو پر وړاندې بشار اسد وويل دا د “ماشومانو کېسې” دي، ده زياته کړه “بېلرې بمونه نشته، موږ بېلر نه لرو”
د ملګرو ملتونو په وينا حلب د ۲۰۱۱ کال جګړې له پيل کېدو وروسته د دولتي ځواکونو او ياغيانو تر منځ وېشل شوی دی.
روانه مياشت د بښنې نړيوال سازمان په يوه راپور کې حکومتي ځواکونه او ياغي ډلې په جنګي جرمونو تورنې کړې.