روسیې،چين او هندوستان له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه

مسکو، پېکېنګ، او نوی ډېلي به په خورا لیوالتيا سره په دغو برخو کې رغنده رول ولوبوي.

د روسيې، چين او هندوستان هېوادونو لوړ پوړي چارواکي د جمعې په ورځ په نوي ډهلي کې سره کتلي او د افغانستان د اقتصاد او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات په اړه يې خبرې اترې کړي دي.

راپورونه وايي، د یادو درېيو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو ژمنه وکړه، چې د افغانستان په اقتصاد او سولې راوستو کې به رغنده رول ولوبوي.

د چین د بهرنيو چارو وزارت ویاندې (هووا چیونیګ) وايي، چې په دغه غونډه کې د هندوستان د ملي امنيت د سلاکار مرستيال (ارویند ګوپتا) د چين د بهرنيو چارو وزیر مرستيال (ليو جیانچاو) او د روسيې د امنيتي شورا وزیر مرستيال (یفګنی لخینوف) ګډون کړي وو.

د هند چاپ ایکونومیک ټایمز ورځپاڼه د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې له قوله کاږي، چې د چين، روسيې او هند جګپوړو چارواکو په نوې ډهلي کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه د بحث له پاره د دويمې غونډې په پایله کې ويلي، چې افغانستان د دوی له پاره یو مهم هېواد دی او د امنیت او اقتصادي بیا رغونې ملاتړ يې کوي.

همدارنګه دوی دا هم ويلي، چې مسکو، پېکېنګ، او نوی ډېلي به په خورا لیوالتيا سره په دغو برخو کې رغنده رول ولوبوي.

اخوا ځينو روسي رسنيو هم راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديميرپوتين د افغانستان جمهور رییس ته بلنه ورکړې، څو د شانګهای د همکارۍ د سازمان په راتلونکي غونډه کې ګډونه وکړي.

د دويمې غونډې په لړ کې د یادو درېيو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو زياته کړې، چې د افغانستان وضعیت نېغ په نېغه د سیمې له امنیت او ثبات سره تړلی دی، نو ځکه دوی ته د افغانستان ثبات او اقتصادي وضعيت خورا اړين شوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې له قوله دغه هندي ورځپاڼه ليکي، هندوستان، چين او روسيې هېوادو موافقه کړې چې د افغانستان د سولې په باب خبرو اترو او تماسونو ته به دوام ورکوي او د شانګهای د همکارۍ سازمان او د استانبول پروسې ته به په دې برخه کې هم اړین ونډه ورکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *