په ارزګان ولایت کې تري تم شوي پولیس خوندي دي

اووه ديرش تنه ملي او سيمه ييز و پوليس چې د وسله والو مخالفينو د کلابندۍ له امله خپلې پوستې پرې ايښې وې، اوسمهال  خوندي سيمو کې دي.

په لومړيو کې داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې د خاص اروزګان ولسوالۍ نژدې څلوېښت تنه پوليس تري تم شوي، چې کېداى شي وسله والو بېولي وي او يا هم  د وسلو او مهماتو د نشتوالي له امله تښتېدلي وي.

خو د خاص ارزګان ولسوال عبدالکريم کريم وويل چې دغه پوليس تېره شپه د قدم شالي له ناوې څخه سلطان محمد ناوې ته په خوندي توګه له خپلو وسلو سره يو ځاى رسیدلي او له هغوى سره يې اړيکې ټينګې شوې دي.

دى وايي، په خاص ارزګان ولسوالۍ کې له تېرو ١٦ ورځو راهيسې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده چې په دې ترڅ کې د قدم شالي ناوې د امنيتي پوستو پوليسو ته په تيرو شپږو ورځو کې خوراک او مرسته نه ده رسيدلى.

  د نوموړي په وينا، له همدې امله دغه پوليس مجبور وو چې پوستې پرېږدي او د شپې له تيارې څخه په ګټې اخيستو ځانونه له محاصرې خلاص او يوې بلې خوندي سيمې ته لاړ شي.

هغه زياته کړه: ((دغو پوليسو په داسې حال کې چې د وسله والو تر سخت تعقيب لاندې وو، تېره شپه تر سهاره په پښو مزل کړى او په خوندي توګه يې ځانونه د همدې ولسوالۍ سلطان محمد ناوې سيمې رسولي دي.))

د ده په خبره، دا چې دغه سيمه غرنۍ او لرې ده، نو ځکه يې په لومړيو کې د هغوى په اړه معلومات نه درلودل چې وسله والو له ځان سره بېولي او که تښتېدلي دي.

هغه له اړوندو مسوولينو ګيله وکړه، چې په وار وار يې له هغوى څخه د مرستې غوښتنه وکړه خو مثبت ځواب يي تر لاسه نه کړ .

دى وايي، دغه پوليس د چارواکو د بې غورۍ له امله دې ګام اخيستو ته مجبور شوي دي.

نوموړي د ولسوالۍ د اوسني امنيتي وضعيت په اړه وويل چې همدا اوس وسله وال د ولسوالۍ تر بازاره را رسېدلي او پوليسو سره په جګړه بوخت دي، که هغوى ته اکمالات و نه شي، نو ګواښونه به ډېر شي.

دى وايي، وسله والو مخالفينو له مرکز ترينکوټ سره د دې ولسوالۍ لويه لاره په ماينونه پوښلې او د ځمکې له لارې هغوى ته هيڅ راز اکمالات نه شي کېداى.

نوموړي له اړوندو چارواکو وغوښتل چې ژر تر ژره د ترينکوټ- خاص اروزګان لويه لار خلاصه کړي او د دې ولسوالۍ امنيتي ځواکونو ته اکمالات وکړي، ځکه هغوى اوس هم د محاصرې په حال کې دي.

د ولسوال په خبره، د لارې د بندېدو له امله د سيمې خلک هم له سختو ستونزو سره مخامخ دي او له تېرو څو ورځو راهيسې دغې ولسوالۍ ته خوراکي توکي نه دي رسېدلي.

هغه دا هم وويل چې تر دې مهاله په دې جګړو کې شاوخوا ٢٥ وسله وال او د ٢٠ په شاوخوا کې پوليس وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *